د افغانستان د رغولو نړيوال صندوق او نړيوال بانک خبر ورکړی، چې تازه يې د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې د ۷۹۳ ميليون ډالرو په ارزښت درې پروژې تصويب کړي دي.
نړيوال بانک نن شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) يوه اعلاميه کې ويلي، چې يادې پروژې د خوراکي توکو د چمتوو کولو، د ژوند د کچې لوړولو او دغه راز په بېړني حالت کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو تصويب شوي دي.
دې بانک زياته کړې، چې يادې درېواړه پروژې به د اسلامي امارت له کنټرول دباندې د ملګرو ملتونو د ادارو او دغه شان نورو غير دولتي موسسو له لوري په افغانستان کې تطبيق شي.
د نړيوال بانک په وينا، په لومړۍ پروژۍ کې په افغانستان کې دننه د غنمو پر توليد تمرکز شوی او دغه راز په دويمه هغه کې بيا موخه د باميان، هرات، ننګرها، کابل، کندهار، خوست، کندوز او مزار شريف په ۶۴۵۰ کليو کې يو ميليون کسانو ته د کاري زمينې برابرول دي.
په همدې حال کې نړيوال بانک روښان کړې، چې په درېيمه پروژه کې د روغتيايي خدمتونو پراختيا، تغذيه او له کرونا ويروس سره مبارزه هدف کرځول شوې، چې د نړيوال بانک په خبره تر ډېر بايد ميرمنې او ماشومان په کې يادو خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي.