Home » افغانستان » نړيوال اقتصادي فورم: د افغانستان په ټولنيزو چارو کې د ښځو او نارينه‌وو ونډه برابره نه ده

نړيوال اقتصادي فورم: د افغانستان په ټولنيزو چارو کې د ښځو او نارينه‌وو ونډه برابره نه ده

نړيوال اقتصادي فورم يا WEF په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۲مه) يې خپور کړی ويلي، چې د افغانستان په ټولنيزو چارو کې لا هم د ميرمنو او نارينه‌وو ونډه برابره نه ده.

په راپورو کې چې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال د جنډر د تفاوت نړيوالو شاخصونو په اړه خپور شوی، د افغانستان په اړه په کې ويل شوي چې دغه هېواد له نږدې يوه کال را په دېخوا د طالبانو په لاس کې دی او د جنډر انډولۍ په کټګورۍ کې يې ۱۴۶م ځای خپل کړی دی.

په راپور کې زياته شوې چې د ياد ځای په خپلولو سره په افغانستان کې لا هم له ټولنيز پلوه د ښځو او نارينه‌وو ونډه په ټيټه کچه کې ده.

د نړيوال اقتصادي فورم په دې راپور کې پاکستان ته هم اشاره کړې او ادعا يې کړې چې په دې هېواد کې هم د ميرمنو او نرانو ونډه په ټولنيزو چارو کې برابره نه ده.

پاکستان د جنډر په کټګورۍ کې ۱۴۵م ځای خپل کړی. ايران بيا په دې کټګورۍ کې د پنځو وروسته پاتې هېوادونو په ډله کې دی او ويل شوي، چې په دې هېواد کې د نرانو او ښځو ټولنيزه ونډه په خورا ټيټه کچه کې ده.

د نړيوال اقتصادي فورم په دې راپور کې ايسلنډ، ناروې، فنلنډ، نيوزيلنډ او سوېډن بيا هغه هېوادونه دي، چې په کې د ښځو او نرانو ټولنيزه ونډه په ښه او متوازنه کچه کې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...