Home » افغانستان » نړيوال بنسټونه: ملګري ملتونه دې د افغان ميرمنو په اړه بېړنۍ ناسته وکړي

نړيوال بنسټونه: ملګري ملتونه دې د افغان ميرمنو په اړه بېړنۍ ناسته وکړي

په افغانستان کې د ميرمنو وضعيت په اړه د اندېښنو په ترڅ کې يو شمېر نړيوالو بنسټونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتنه کړې، چې د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه بېړنۍ ناسته دايېره کړي.

په دې بنسټونو کې چې د يوه ګډ ليک له لارې يې د يادې ناستې غوښتنه کړې د بخښنې نړیوال سازمان، د مشترک المنافع د بشري حقونو طرحې، ملاله فنډ، د بشري حقونو د څار سازمان، د افغان ښځو تعلیمي مرکز، د نړیوال عدالت مرکز، د زده کړو لپاره د افغانستان مرسته وکړئ او یو شمېر نور ادرسونه شامل دي.

يادو بنسټونو په دې ليک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتنه کړې، چې د افغان ميرمنو پر وضعيت بېړنی بحث وکړي او د دې ترڅنګ دې د افغان ميرمنو ناورين ته د ځواب ويلو په موخه، د يوه ګډ پرېکړه‌ليک ملاتړ هم وکړي.

دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر ميرمنو وروستيو محدوديتونو وضعه کېدو له امله، د افغان ميرمنو وضعيت بحراني بلل شوی.

نړيوالې ټولنې د ميرمنو دې وضعيت ته په پام سره پر اسلامي امارت غږ کړی، چې بشري حقونه دې رعايت کړي او ميرمنو ته دې خپل اساسي حقونه چې زده‌کړې او کار په کې شامل دي، ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...