د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې تازه پرېکړې غبرګون ښودلی، چې له مخې يې په دې هېواد کې د ښځو حجاب جبري ګرځول شوی دی.
د دې سازمان د ښځو د حقونو برخې مرستيالې هيدربار ويلي، چې د حجاب په تړاو وروستۍ پرېکړه د نجونو او ښځو له حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو جدي مورد دی او په خبره يې دا کار د نړيوال ټولنې له لوري جدي او ځوابي اقدام ته اړتيا لري.
نوموړې د بشري حقونو پر ملاتړو هېوادونو هم غږ کړی، چې په افغانستان کې د ښځو حقونو اوسني وضعيت ته په پام سره دې بېړنۍ غونډه راوبولي، څو د هيدر بار په خبره ياد هېوادونه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې يوه ګډه تګلاره رامنځته کړي.
نوموړې وړانديز کړی چې د بشري حقونو ملاتړي هېوادونه دې په نوې جوړېدونکې تګلاره کې، د ښځو او انجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو د کردار څارنه او د دوی مجازات هم شامل کړي.
پرون شنبه د (غويي په ۱۷مه) سرپرست حکومت پر ښځو حجاب جبري اعلان کړ او دا يې هم په ډاګه کړه چې له توصيې او په مککره توګه له دې حکم د سرغړونې په صورت کې به، د کورنيو مشران زنداني او مجازات کېږي.