پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې نړيوال بانک دې هېواد ته د ۳۹۷ ميليونه ډالرو په اندازه د بوديجهوي پور ورکړه منظوره کړې ده.
د پاکستان اقتصادي چارو فډرالي وزير عمر ايوب ويلي، د دې پيسو لپاره نړيوال ته د حکومت اقتصادي اصلاحاتو په موخه وړانديز شوی و چې ډېر برخه به يې د انرژۍ د توليد لپاره پر پلانونو ولګېږي.
نوموړي دغه راز ويلي چې پاکستان د نړيوال له لوري ورته وضعه شوي هغه ۶ پړاوونه طی کړي، چې پر بنست يې بايد د اخيستل شويو پورونو يوه اندازه بېرته طلب شويو سازمانونو او هېوادونو ته ورکړي.
نړيوال بانک داسې مهال پاکستان ته د اضافي پور ورکړه منظوروي چې دامهال نوموړی هېواد ۱۲۲ ميليارده او ۴۴۵ ميليونه ډالر د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو مالي سازمانونو له لوري پوروړی دی.