Home » سیمه او نړی » نيکول پاشينيان: اذربايجاني سرتيرو بيا پر ارمني سرتېرو بريد کړی

نيکول پاشينيان: اذربايجاني سرتيرو بيا پر ارمني سرتېرو بريد کړی

د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ادعا کړې، چې د اذربايجان سرتېرو پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يو وار بيا په ګډه پوله کې پر ارمني سرتېرو بريد کړی دی.

نوموړي زياته کړې د بريد پرمهال اذربايجاني سرتېرو پولې ته څېرمه سيمه په درنو وسلو ويشتې او مالي زيانونه يې رامنځته کړي دي.

پاشينيان دا هم ويلي، چې د پرونۍ جګړې په ترڅ کې يې ۳تنه سرتېري وژل شوي دي. د نوموړي په خبره دا سرتېري يې د ازادۍ، حاکميت او ډيموکراسۍ لپاره قرباني شوي دي.

بل خوا اذربايجاني چارواکو بيا پر ارمني چارواکو تور پورې کړی، چې د اوربند له اصولو يې سرغړونه کړې او له همدې کبله جګړه رامنځته شوې ده.

اذربايجاني چارواکو په پرونۍ جګړه کې د خپل يوه سرتېري د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...