Home » افغانستان » نيکلاسون د امربالمعروف وزارت له مسوولانو د حجا پر وروستۍ پرېکړه غږېدلی

نيکلاسون د امربالمعروف وزارت له مسوولانو د حجا پر وروستۍ پرېکړه غږېدلی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر له سرپرست وزير خالد حنفي سره لېدلي او د حجاب جبري کولو په اړه يې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې په اړه بحث کړی دی.

د دې لېدنې پرمهال حنفي د انسان ارزښت د اسلام اصل بللی او ټينګار يې کړی چې د هېچا حقونه باید تلف نه شي. نوموړي ياد اصل ته په پام سره ويلي، چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر مانا دا دی څو په حکومتولۍ کې فساد ختم او پايله يې په ټولنه کې د اصلاحاتو رامنځته کېدل وي.

نوموړي د هغه تازه فرمان په اړه چې د حجاب جبري کولو په اړه صادر شوی وضاحت ورکړی او ويلي يې دي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په اسلام کې د حجاب په اړه روښانه حکم شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون حجاب يو فردي عمل بللی او ټينګار يې کړی طالبان دې د بشري حقونو د اصل تطبيق په موخه فردي ازاديو ته درناوی وکړي.

د حجاب جبري کولو په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه په کور دننه او بهر له توندو نيوکو او غبرګونونو سره مخ ده. ملګرو ملتونو او هېوادونو دغه پرېکړه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ښکاره نقض بللی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...