نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دامهال په واشنګټن کې د افغانستان سفارت، د افغانستان نوي حکومت له لوري نه تمويلېږي او زياتوي چې د خپل هېواد له ملاتړ پرته ښايي وتړل شي.
د راپور له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دامهال د خپلو عادي لګښتونو د پوره کولو په موخه کافي پيسې نه لري او له همدې کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلی، د افغانستان سفارت ډيپلوماټانو چې د مخکيني حکومت له لوري پر دنده ګمارل شوي، د امريکا له دولت يوه مياشت وخت غوښتی، څو په امريکا کې د پاتې کېدو په موخه د دغه هېواد بشري وېزو ترلاسه کولو ته نومليکنه وکړي.
نيويارک ټايمز زياته کړې، که په واشنګټن کې د افغانستان ډيپلوماټان د پنا غوښتنې وړانديز ونه کړي، نو ښايي له امريکا و ايستل او افغانستان ته د بېرته راګرځېدو په صورت کې هم ښايي له خطر سره مخ شي.
خو امريکايي چارواکو له خپل هېواد څخه د افغان ډيپلوماټانو د ايستلو او يا هم نه ايستلو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.