Home » سپورټ » نيوزېلنډ لوبډله په نيمه پايلوبه کې د انګلېنډ لوبډلې په ماتولو سره پايلوبې ته ووته

نيوزېلنډ لوبډله په نيمه پايلوبه کې د انګلېنډ لوبډلې په ماتولو سره پايلوبې ته ووته

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د نيمه پايلوبې لومړۍ سيالي بېګاه شپه د (لړم په ۱۹مه) د نيوزېلنډ او انګلېنډ لوبډلو ترمنځ وشوه. په سر کې د لوبې پچه نيوزېلنډ وګټله او انګلېنډ ته يې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

د نګلېنډ لوبډلې د شلو اوورونو په لوبولو سره ۱۶۶ منډې جوړې او په دې توګه يې سيالې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف کېښود. د انګلېنډ په لوبډله کې معين علي تر ټولو ډېرې ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې نيوزېلنډ لوبډلې بيا ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په ځېدو سره په ۱۹ اوورونو کې پوره کړ. د نيوزېلنډ لپاره په بېګانۍ لوبه کې ډرېل مېچل ښه وځلېد او د ۷۲ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

د نيمه پايلوبې دويمه لوبه د اسټراليا او پاکستان ترمنځ ده چې ټاکل شوې نن پنج‌شنبه به ترسره شي او ګټونکې لوبډله به يې په پايلوبه کې له نيوزېلنډ سره مخ کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...