Home » افغانستان » ‏ نيوزيلنډ: له افغانستان سره ۱۱ ميلیونه ډالره مرسته کوو

‏ نيوزيلنډ: له افغانستان سره ۱۱ ميلیونه ډالره مرسته کوو

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوتا پرون اعلان کړی چې هېواد یې ملګرو ملتو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکوي چې په افغانستان کې یې پر بشري چارو ولګوي.

نوموړې ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له سخت بشري بحران سره مخ دی او په دریو کې څه باندې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړ دي.

د دې په خبره د خوراکي توکو د نه مصونیت ترڅنګ افغانان طبي خدماتو، د څښاک پاکو اوبو او زده کړو ته سخته اړتیا لري.

ماهوتا همدا راز وویل چې نیوزلنډ له افغانانو سره د مرستو دوام ته ځان ژمن ګڼي او له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنه ښيي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...