د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د افغانستان برخې په دې هېواد کې ميندوارو ميرمنو ته د خدمتو پر محدودېدو اندېښنه ښولې او ويلي يې دي چې يادې ميرمنې غوره او کافي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
دې صندوق تازه نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۴مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې ميندوارې ميرمنې له زېږون وړاندې او او وروسته د زېږون غوره خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي اړتيا سره مخ دي.
پر دې سربېره نوموړي بنسټ په افغانستان کې د نوو زږېدلو ماشومانو روغتيايي وضعيت ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دامهال ۲۰ سلنه نوي زږېدلي ماشومان په افغانستان کې د ژوند ژغورنې په موخه بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو وګړو صند ډاډ ورکړی چې دغه صندوق به په افغانستان کې د نوو زږېدلو ماشومانو او ميندواره ميرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.
له دې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف په خپل راپور کې ويلي و، چې په اوسنيو شرايطو کې شاوخوا ۲ ميليونه افغان ماشومان د کافي خوړو نشتوالي له امله پر خوارځواکۍ اخته دي.