د نوولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه پرون( جمعه د لیندۍ ۹مه) د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې ترسره شوه، چې بنګلهدېش د ۴۵ منډو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه.
د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
د ویلو ده چې افغان لوبډلې د بنګلهدېش د هدف ټاکلو پروړاندې یوازې ۱۸۳ منډې وکړې او په روان اسیا جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.
افغانستان به خپله دویمه سیالي د ډسمبر په لومړۍ نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان لوبډلې په ګروپ کې سریلانکا له نیپال بیا خپله سیالي ګټلې ده او د نومرو په جدول کې تر دې دمه په لومړي مقام کې ځای لري.