Home » افغانستان » نوشېر: د افغانستان بانک له لارې دې د مرستو د لېږد تگلاره رامنځته شي

نوشېر: د افغانستان بانک له لارې دې د مرستو د لېږد تگلاره رامنځته شي

د افغانستان بانک پخواني سرپرست رئيس واحدالله نوشېر د ملگرو ملتونو له لوري له افغانستان سره د ژمنه شوې ۲.۴ ميليارد ډالرو مرستې لېږدولو ته په اشارې سره ويلي، چې يادې مرستې بايد د يوه منظم ميکانېزم له مخې افغانستان ته ولېږدول شي.

نوموړې په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې لېکلي، چې د افغانستان بانکي نظام دامهال د نړيوالو له بنديزونه سره مخ دی او په خبره يې افغانستان ته د پيسو نغد انتقال د غيری رسمي راکړې ورکړې ترويج ته لار جوړوي.

نوشېر وړانديز کړی چې ملگري ملتونه دې د افغانستان بانک له لارې د مرستو د لېږد مشروطه تگلاره رامنځته کړي، منظمه څارنه، مديريت او د حساب ورکولو ميکانېزم دې په لار واچوال شي.

نوموړي زياته کړې چې په دې توګه د افغانستان بانکي سکټور غښتلی کيدای شي او افغانۍ هم خپل ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې ثابت ساتلی شي.

دا مهال ملګري ملتونه په اونيز ډول افغانستان ته د يادو مرستو مالومه اندازه ډالر، په قسطوار او نغدي ډول افغانستان ته لېږدوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...