د نورستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د اسد اباد ښار اړوند اشټیوي، وزیر اباد او د کامدېش ولسوالۍ دمیردېش د کلیو له شوراګانو سره د درېيو پراختيايي پروژو تړونونه لاسلیک شول.
يادې پروژې چې ټولهييز ارزښت يې (۶۱۲۹۸۴۵۲) افغانۍ دی، په کې يو کانال او د دوو محافظوي دېوالونو د جوړولو پروژې شاملې دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم يادې پروژې د تړونونو لاسليک کېدو پرمهال حياتې وبللې او زياته يې کړه چې په بشپړیدو سره به يې د لسګونه جرېبه ځمکې پر خړوبېدو سربېره کرنيزې ځمکې، باغونه او کورونه د سېلابونو له ګواښ خوندي شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې په نورستان کې د کرنيزې ودې او د بزګرانو د ستونزو حل په موخه د ورته نورو پروژو تطبيق ته هم اړتيا ده.
د يادو پروژو له ډلې، د اسد باد ښار د اشټیوې کانال چې ۱۱۷۵ متره اوږدوالی لري او د ۲۴۷۱۵۰۶۲ افغانيو په ارزښت بوديجه ورته ځانګړې شوې.
د وزیر اباد محافظوي دېوال ۵۷۰ متره اوږدوالی لري چې ټولټال ۱۶۸۶۷۲۹۱ افغانيو په ارزښت بوديجه ورته په پام کې نيول شوي او د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کې محافظوي دېوال بيا ۶۳۰ متره اوږدوالی لري چې ۱۹۷۱۶۰۹۹ افغانۍ ورته ځانګړې شوي دي.