Home » افغانستان » نورستان کې د غره د ښويېدو له امله پنځه تنه مړه شوي

نورستان کې د غره د ښويېدو له امله پنځه تنه مړه شوي

د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د غره د ښویېدو له امله پنځه تنه مړه او د استوګنې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، دا پيښه تېره شپه د سلواغې ۲۹مه د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله رامنځته شوه.

باختر اژانس ليکلي چې د لومړنيو رپوټونو له مخې د استوګنې شل کورونه ويجاړ شوي او د پنځو تنو مړي له ځمکې څخه را ايستل شوي دي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، تر خاورو لاندې د نورو کسانو د را ايستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.

د يادونې ده چې د وروستيو واورو ورېدلو له امله د نورستان – کونړ لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...