د پاکستان واکمن مسليم ليګن ګوند مشر نواز شريف اعلان کړی، چې د دې هېواد له پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف سره هېڅ شخصي دښمني نه لري او کولی شي چې بېرته پاکستان ته ور وګرځي.
وروسته له هغې چې پاکستان ته د مشرف د بېرته ور ګرځېدو راپورونه خپاره شول، ورسره دا اندېښنه هم وه چې ګواکې د نواز شريف په مشرۍ اوسنی واکمن ګوند مسليمليګ به د نوموړي له راتګ سره نه يوازې دا چې موافقه ونه کړي، بلکې په ټول قووت به يې مخه هم ونيسي.
د پاکستان پخواني پوځي واکمن د دې هېواد د پوځ پخواني لوی درستز جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ زېږديز کال کې د يوې پوځي کودتا په ترڅ کې د نواز شريف ملکي حکومت وپرځوه او د دې هېواد ټول قدرت يې په خپل لاس کې ونيو، خو په ۲۰۰۸زېږديز کال کې له واک د مشرف په لرې کېدو او ملکي حکومت ته بېرته د واک له سپارلو سره، نوموړی جلا وطن کړای شو.
پروېز مشرف دامهال د عربي اماراتو په يوه روغتون کې د سختې ناروغې له امله بستر دی. نوموړي د پاکستان له پوځ غوښتي چې د ژوند وروستۍ شيبې په خپل هېواد کې تېرول غواړي او ژر دې يې ور ولېږدوي.
پوځ د نوموړي غوښتنه منلې او ويلي يې دي، چې د خپل پخواني مشر ترڅنګ ولاړ دی او پاکستان ته د نوموړي ور لېږدولو لپاره به ټول امکانات په لار واچوي.