Home » افغانستان » نهو ولایتونو کې نښتې؛ د ۱۰۲ طالبانو د وژلو ادعا
رویداد خبري آژانس

نهو ولایتونو کې نښتې؛ د ۱۰۲ طالبانو د وژلو ادعا

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تازه نښتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو نښتو کې د طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

 دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دا نښتې په کندهار،هرات،زابل، غزني، کندهار، بدخشان، فاریاب، بغلان، بادغیس او کونړ ولایتونو کې شوې دي.

دغه وزارت نن شنبه (د غویي ۱۱مه نېټه) په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې ویلي چې د افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۱۰۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ۳۱ بېلابېل ماینونه کشف او همدرانګه یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...