ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۲۷مه) د افغانستان کرکټ بورد له لوري په کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سيالۍ پيل شي.
په دې سياليو کې د افغانستان هر زون په استازولۍ د کرکټ يوه لوبډله استازولي کوي، چې په ترکيب کې يې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم شامل دي.
له دې وړاندې د کرکټ بورډ مسوولانو خبر ورکړی و، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په اتم پړاو سياليو کې به ۵تنه بهرني لوبغاړي هم برخه ولري.
مسوولانو که څه په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي، خو زياته کړې يې ده چې په يادو لوبغاړو کې پاکستاني لوبغاړي هم شامل دي.