Home » افغانستان » نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه جوړېږي

نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه جوړېږي

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۲۵مه) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د يادو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان وضعيت او د دې هېواد له سرپرست حکومت سره پر سياسي مناسباتو بحث وشي.

د مسکو فارمټ په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت استازي ته بلنه نه ده ورکړل شوې او په تړاو يې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي و، چې يادې غونډې ته د افغانستان هېڅ کوم استازی نه دی بللی شوی.

خو د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو بيا د خپل حکومت له استازي پرته په روسيې کې د مسکو فارمټ ياده ترسره کېدونکې غونډه نيمګړې بللې ده او ويلي يې دي، چې دا کار د افغانستان او روسيې ترمنځ پر اړيکو منفي اغېز کولی شي.

د افغانستان په تړاو د مسکو په نننۍ غونډه کې د چين، پاکستان، تاجکستان، ايران، ترکمنستان، ازبکستان، هند، روسيې، قرغيزستان او قزاقستان استازي ګډون وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...