ټاکل شوې نن يکشنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري پراخه ولسي غونډه ترسره شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له رويداد خبري اژانس سره په خبرو کې وايي، چې په دې غونډه کې به د نوموړي غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د ترور، د واڼه او خړ کمر د پېښو شهيدانو تلينونه هم ونمانځل شي.
دوی زياتوي چې د واڼه په نننۍ غونډه کې به د علي وزير، وېس ابدال، حنيف پښتين، مولانه طاهر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو نيول شوو غړو د خلاصون په موخه هم غږ پورته شي.
له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين ويلي و، چې د واڼه په غونډه کې به په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ نوې څپې را پورته کېدو په تړاو هم نړيوالو ته پيغام ولري.
دامهال د قبايلي سيمو په شمول له سوېلي پښتونخوا، خيبر پښتونخوا او له پاکستان څخه خلک په غونډه د ګډون په موخه واڼه ته ور روان دي.