Home » افغانستان » نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه پيلېږي

نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه پيلېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۳مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د سيمې او نړۍ شاوخوا ۲۰ هېوادونو او د ځينو نړيوالو سازمانونو استازي د افغانستان په غونډه وکړي.

په دې غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان سرپرست بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په مشرۍ حکومتي پلاوی پرون يک‌شنبه تاشکند ته رسېدلی دی.

د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس ګډونوالو هېوادونو او سازمانونو استازي به په افغانستان کې اوسنی امنيتي او اقتصادي وضعيت په هر اړخيزه توګه و ارزوي او ښايي له افغانستان سره د همکاريو په اړه ځيني پرېکړې هم وکړي.

له دې کنفرانس سره جوښت د روانې جولای له ۲۷مې تر ۲۸مې په تاشکند کې د شانګهای همکاريو سازمان د غړو هېوادونو غونډه هم ترسره کېږي.

د يادې غونډې په اجنډا کې هم د افغانستان مسئله په سر کې را اخيستل شوې او په کې به د افغانستان په اړه پر اړينو او مهمو مسايلو بحث وشي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...