د جرمني خبري اژانس په امريکا کې د افغانستان سفارت سرچينو په حواله خبر ورکړی، چې ممکن نن چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او لاس انجلس او نيويارک کې د افغانستان قونسلګيرۍ وتړل شي.
دې اژانس په خپل راپور کې د افغانستان سفارت د يوه ډيپلوماټ له قوله د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، دا پرېکړه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله شوې ده.
دې ډيپلوماټ زياته کړې، چې په واشنګټن کې د افغانستان سياسي استازولۍ د کارونو د دوام لپاره ډېرې هڅې وشوې؛ خو په خبره يې د مالي ستونزو له امله په دې برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
د جرمني خبري اژانس دغه راز په خپل راپور کې زياته کړې، په امريکا کې افغان ډيپلوماټانو ته چې د تېر حکومت له لوري ګمارل شوي دي، له څو مياشتو راهيسي معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.
دامهال په امريکا ۱۰۰تنه افغان ډيپلوماټان موجود دي او دغلته د سفارت له تړل کېدو سره به يوه مياشت وخت ولري څو د امريکا وېزه ترلاسه کړي.