Home » افغانستان » نن ټول افغانستان کې د وروستیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی
رویداد خبري آژانس

نن ټول افغانستان کې د وروستیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی

نن سې شنبه (د غویي ۲۱مه نېټه) په ټول افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی دی.

افغان حکومت ملي ماتم وروسته له هغې اعلان کړ چې د کابل په دشت برچي کې په یوه خونړي برید کې په لسګونو د ښوونځي زده کوونکې او له هغې مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې په ورته خونړي برید کې په لسګونو د دولسمو ټولګیو هغه فارغان ووژل شول چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون لپاره له ازرې ولسوالۍ دې ښار ته ورغلي وو.

ولسمش غني د تېرې یکشنبې په ورځ د ملي ماتم د ورځې د اعلانولو پر مهال وویل چې د دې پېښو د مړیو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلانوي چې ټول هېواد کې به د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کېږي.

دغه راز به نن په کوردننه په دولتي ادارو او بهر کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو نمایندګیو کې د افغانستان بیړغ نیم ځوړند وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...