Home » افغانستان » نن د چين په کوربه‌توب د افغانستان په اړه غونډه پيلېږي

نن د چين په کوربه‌توب د افغانستان په اړه غونډه پيلېږي

ټاکل شوې نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) د چين په پلازمېنه بيجينګ کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو غونډه پيل شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعيت او دغه راز له افغانستان سره د مرستو پر دوام خبرې وشي. په نننۍ غونډه کې به د چين، پاکستان، تاجکستان، ازبېکستان، ترکمستان او افغانستان بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.

په همدې حال کې پرون سې‌شنبه ناوخته چين خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استاز توماس ويسټ به هم د افغانستان په اړه د چين په کوربه‌توب دې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان سرپرست بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په مشرۍ پلاوی بيجينګ ته رسېدلی او په دې غونډه کې به د افغانستان هر اړخيز وضعيت په اړه ګډونوالو ته مالوماتو وړاندې کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...