Home » افغانستان » نن د پاکستان د ولسي جرګې رییس کابل ته راځي
رویداد خبري آژانس
د پاکستان د ولسي جرګې رییس

نن د پاکستان د ولسي جرګې رییس کابل ته راځي

ټاکل شوې ده نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه نېټه) د پاکستان د ولسي جرګې رییس اسد قیصر د یوه شپاړلس کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

نوموړی به له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هیله ښودلې چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسي جرګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا سفر د افغانستان د ولسي جرګې په رسمي بلنه ترسره کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مشر مېر رحمن رحماني په ګډون یو شمېر افغان لوړ پوړو چارواکو دې وروستیو کې پاکستان ته سفرونه کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...