Home » فرهنګی او ټولنیز » نن د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي
رویداد خبري آژانس

نن د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي

نن د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۲م ټولګیو له فارغانو د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

د افغانستان د ازموینو ملي اداره وایي دا لومړی وار دی په دومره شمېر ولایتونو کې ازموینې په یوه دوره کې مدیریت کېږي.

د دې ادارې د تخنیکي او عملیاتي چارو مشر یما امان رسنیو ته ویلي: “موږ به سږ کال په ټوله کې شاوخوا دوه لکه داوطلبان ولرو، له دې شمېره ۱۴۳ زره به د ظرفیت لپاره سیالي کوي چې ۷۲ زره‌یې د لوړو زده‌کړو وزارت د لېسانس برنامو کې دي.”

تمه ده په اتو پاتې ولایتونو کې د ثور په ۲۶مه کانکور ترسره شي.

د پلازمېنې کابل د کانکور نېټه لا نه‌ده اعلان شوې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...