Home » افغانستان » نن د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

نن د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۱۹مه) ګاونډي او د سيمې هېوادونو استازي په نوي ډهلي کې سره جرګه او په افغانستان کې به د موجوده وضعيت په تړاو به بحث وکړي.

پرون سې‌شنبه يو شمېر هندي رسنيو راپور ورکړی چې په غونډه کې د ګډون په موخه د وربلل شويو هېوادونو استازي نوي ډهلي ته رسيدلي دي.

د راپورنو له مخې، د سيمې هېوادونه به په دې غونډه کې د افغانستان په اړه خپلې پراخېدونکې اندېښنې شريکې او د لېوالتياوو په صورت کې د خپلو راتلونکو اقداماتو په موخه به له يوه او بل سره سلا مشورې وکړي.

د نوي ډهلي په کوربه‌توب دې غونډه کې له پاکستان پرته روسيې، ايران، تاجکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د ګډون کولو ډاډ ورکړی دی.

که څه هم د هند په کوربه‌توب د افغانستان په اړه دې غونډې ته د طالبانو استازي نه دي وربلل شوي، خو اسلامي امارت له دې وړاندې تمه ښودلې چې له افغانستان سره د همکاريو په اړه به په کې مثبتې پرېکړې وشي.

له دې سره پرون روسيې اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د ټروېکا هېوادونو راتلونکې ناسته به په نږدې ورځو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شي او په دې غونډه کې به هم د افغانستان پر هر اړخيز وضعيت بحث وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...