ټاکل شوې ده چې نن (یکشنبې د کب ۵مه) په جرمني کې پارلماني ټاکنې وشي.
د اولاف شولڅ په مشرۍ د ایتلافي حکومت له ړنګېدو وروسته، د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د فبروري په میاشت کې یې له وخت مخکې ټاکنې تصویب کړې.
دغه ټاکنې داسې مهال کیږي چې د کډوالۍ مسله د نوماندانو لپاره خورا مهمه ده.
د ویلو ده چې په جرمني کې وروستیو پېښو ته په کتو ښي اړخو کاندیدانو ویلي که چېرې دوی ټاکنې وګټي نو جرمني ته به د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.