Home » افغانستان » نن د اوسلو فورم پيلېږي او د افغانستان پر وضعيت به په کې بحث وشي

نن د اوسلو فورم پيلېږي او د افغانستان پر وضعيت به په کې بحث وشي

ټاکل شوې نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۳۱مه) په ناروې کې د اوسلو فورم پيل شي او دوې ورځې به دوام وکړي. په دې فورم کې به په نړۍ کې د روانونو ناورينونو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم بحث وشي.

د اوسلو په دې سږني فورم کې بحثونه تر ډېر په نړۍ کې روانو ناورينونو ته ځانګړي شوي او مشري به يې د ناروې بهرنيو چارو وزيره اننيکين هويتفيلډت کوي.

د ناوروې حکومت اعلان کړی چې تر دې مهال په دې فورم کې شاوخوا سلو کسانو د ګډون بلنه منلې او په خبره يې دا کسان د شخړو په حل کې منځګړي، برحاله چارواکي، کارپوهان او د جګړو د ښکېلو اړخونو استازي دي.

له افغانستان څخه دې فورم ته هم ځيني کسان وربلل شوي خو د ناروې حکومت يې نومونو نه دي په ډاګه کړي. دغه راز تر اوسه دا نه ده مالومه چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي هم د اوسلو فروم ته وربلل شوي او که نه؟

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...