Home » دسته‌بندی نشده » نن د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون یو کال پوره شو
رویداد خبري آژانس
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون

نن د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون یو کال پوره شو

نن یکشنبه (د کب ۱۰مه نېټه) د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون یو کال پوره شو.

په دغه تړون کې په ځینو نورو مهمو مسئلو سربېره امریکا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو ژمنه ورکړې او په بدل کې یې له وسله والو طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

د امریکا نوې ادارې ویلي چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري ۲۹ تړون ارزوي او ګوري چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.

وسله والو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوی د دوحې تړون ته ژمن پاتېږي او له امریکا هم غواړي چې په خپلو ژمنو ودریږي.

هاخوا د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، د همدغه تړون پر اساس د افغانانو تر منځ خبرې پيل شوې.

افغان حکومت او ځینو امریکايي چارواکو طالبان تورن کړي چې د دوحې د تړون پر خلاف یې په افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.

په عین حال کې په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر غړی، انس حقاني، د طالبانو د مرستیال، سراج الدین حقاني له قوله په یو ټویټ کې ویلي، “د بې پیلوټه الوتکو ټکنالوژي او توغندي لرو، که دا ځل مو جګړه پیل کړه، داسې جګړه به وګړو چې تر دې وړاندې چا نه وي لیدلي”.

نوموړي همداراز ویلي، موږ په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات کړی او په وینا یې چې همېش مقابل لوري دا هڅه کړې چې تړون نقض کړي.

انس حقاني د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر تړون وړاندې د افغان حکومت له لوري له بند آزاد شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

مسکو کې ماین چاودنې یو روسیي جنرال وژلي

رسنیو خبر ورکړی چې د ...