ټاکل شوې نن شنبه د (تلې په ۳۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان شل اووريز نړيوال جام د سياليو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د انګلېنډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
له دې وړاندې افغان لوبډلې له بنګلدېش او پاکستان لوبډلو سره دوې دوستانه لوبې کړي، چې له بنګلدېش يې په لوړ توپير ګټلې او له پاکستان سره يې لوبه د باران له امله بې پايلې شوه.
د کرکټ بورډ مسوولان وايي، افغان لوبغاړو له انګلېنډ او نورو لوبډلو سره د لوبو په موخه بشپړ چمتووالی نيولی او ډاډ څرګندوي، چې ملي لوبډله به په يادو لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
د دوی په خبره، ملي لوبډلې شل اووريز نړيوال جام ته له تګ وړاندې په عربي اماراتو کې تمريناتي ګمپ ترسره کړی او دغه راز يې له بنګلدېش او پاکستان سره دوې دوستانه لوبې هم کړي او په خبره يې دا ټول هغه څه دي، چې د نوموړي جام لوبو ته د ملي لوبډلې چمتووالی ښيي.
ټاکل شوې نننۍ لوبه ماسپښين مهال د افغانستان پر وخت ۳بجې او ۳۰ دقيقې پيل شي.