Home » افغانستان » نن د افغانستان وتلي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۳ تلين دی

نن د افغانستان وتلي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۳ تلين دی

نن سې‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه د افغانستان د موسيقۍ وتلي ستوري احمد ظاهر د مړينې له۴۳ تلين سره برابره ده.

که څه هم د احمد ظاهر د مړينې ۴۳ کاله پوره کېږي؛ خو د نوموړي بې‌سارې سندرو د افغانستان په موسيقۍ کې د احمد ظاهر ځای او نوم ثابت ساتلی دی.

احمد ظاهر د خپل سبق له مخې، اوس هم په کور دننه له ځوانانو نيولې بيا تر عمر خوړولو پورې د هرې کټګورۍ مينه‌وال لري او سندرې يې په مينه اوري.

نوموړی د ۱۳۲۵ لمريز کال د غبرګولي په ۲۳مه لغمان کې زږېدلی. هغه درې ودونه کړي چې شبنم او احمد رشاد په نوم دوه اولادونه ترې لري او دواړه دامهال په امريکا کې اوسي.

احمد ظاهر ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمريز کال د غبرګولي په ۲۴مه د پروان په سالنګ سيمه کې د يوې ټرافيکې پېښې له امله مړ شو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...