Home » سیمه او نړی » نن بيا د پارلمان له لوري د عمران خان پر وړاندې د بې‌باورۍ بهير پلېږي

نن بيا د پارلمان له لوري د عمران خان پر وړاندې د بې‌باورۍ بهير پلېږي

وروسته له هغې چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د سياسي جنجالونو په ترڅ کې پارلمان منحل کړ، تېره پنج‌شنبه د دې هېواد سترې محکمې دا پرېکړه نا قانونه وبلله او د پارلمان له بيا فعالولو سره يې حکم وکړ چې د لومړي وزير عمران خان پر ضد د بې‌باورۍ بهير بيا پيل کړي.

ټاکل شوې نن شنبه د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان پر وړاندې د بې‌باورۍ بهير پيل شي، چې په ترڅ کې يې به يې د پارلمان غړي نوموړي ته باور او يا هم د نه باور رايه ورکړي.

له دې يوه ورځ وړاندې پرون جمعه د (وري په ۱۹مه) عمران خان ولس ته په وينا کې وويل چې له دباندې تپل شوی حکومت به په هېڅ صورت ونه مني.

نوموړي يو وار بيا امريکا تورنه کړې چې د ده پر وړاندې يې دسيسه جوړه کړې او هڅه کوي چې حکومت يې وپرځوي.  عمران خان زياته کړې، ګنا يې دا ده چې د هوايي بريدونو تر څنګ يې په عراق کې د جګړې مخالفت کړی او دغه راز يې په افغانستان کې هم جګړه د ستونزو حل لار نه وه ياده کړې.

نوموړ له خپلو پلويانو غوښتي چې د بهرنۍ دسيسي د عملي کېدو مخنيوي په موخه دې، په ټول پاکستان کې سوله‌ييز لاريونونه وکړي.‎

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...