ټاکل شوې چې نن (دوشنبې، د سلواغې ۸ مه) به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین پیل شي.
«له پولیو څخه د پاک افغانستان» په نوم یو بنسټ یکشنبې په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین به په کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترسره شي.
که څه هم په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لا د پولیو د کومې نوې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو په ختمولو نه دي توانېدلي.