سیمه اییز چارواکي وايي د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ تړلې کنډو او دیوانې سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي یو یې له درې میله کلاشینکوف سره ژوندی نیول شوی، یو میل دهشکه او نورې وسلې یې له منځه وړل شوي دي.
امنیتي کسانو رسنیو ته وویل اته تنه وسلوال د تړلې کنډو په سیمه کې د جګړې پر مهال وژل شوي، په دیوانې سیمه کې د یو هوایي برید په پایله کې درې تنه وسله وال طالبان لمنځه تللي او په دویم برید کې شل تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
امنیتي کسان همدا راز وویل چې په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.
وسلوالو طالبان تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.