باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د ننګرهار امنيتي ځواکونو پرون يکشنبه ناوخته د (وري په ۷مه) پاکستان ته د يوه اندازه وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.
دې اژانس د ۲۰۱ نمبر خالد بن وليد قول اردو د وياند وحيدالله محمدي په له قوله ويلي، چې ياده اندازه وسله د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې وړاندې له دې چې پاکستان ته قاچاق شي نيول شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې وسلو کې ۳۴ مله سپکې او درنې وسلې شاملې دي. محمدي زياته کړې چې د يادو وسلو د قاچاق په تور يې يو تن قاچاق وړونکی هم نيولی دی.
له دې وړاندې هم پاکستان ته د افغانستان د مخکيني پوځ د وسلو او مهماتو د قاچاق راپورونه ورکړل شوي؛ خو اسلامي امارت ويلي چې هېچا ته به د يادو وسلو د قاچاق اجازه ور نه کړي.