د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ اړوند قيلغو سيمه کې پرون چهارشنبه (د زمري ۱) د امنيتي ځواکونو له لورې د ځوابيه بريدونو په پايله کې ۱۳ پاکستانيانو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي،او يو يې ژوندی نيول شوی او پنځلس نور ټپيان شوي دي .
د یاد وزارت په په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په وژل شویو کې ۱۳تنه یې د پاکستان هېواد هویت درلود.
ملي دفاع وزارت په خپره شوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغو بریدونو په پایله کې د طالبانو له لورې په پوستو د بريدونو پلان يې هم شنډ کړ،همدا راز یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي ” :د طالبانو ۱۰عرادې مختلف الډول وسایط تخریب او ۵ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شول . “

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې د ملکي وګړو او نظامي ارګانونو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي