Home » افغانستان » ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شول

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۸ کسان مړه شول

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کونړ سیند کې د یوې ۱۷ کسیزه کښتۍ ډوبېدلو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان مړه شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي ویلي، دا پېښه (دوشنبې، د تلې ۹مه) مازیګر ناوخته د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کاشکوټونو او سربند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې په یوې کښتۍ کې ۱۷ کسان سپاره وو او غوښتل د سیند له یوې غاړې بل لور ته واړوي چې پر همدې مهال د تېز باد له کبله کښتۍ اوبو ډوبه کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې له سيند څخه نهه کسان ژوندي او د يوې مېرمنې په ګډون د څلور کسانو جسدونه ايستل شوي دي او د يوې ماشومې په ګډون د څلور کسانو جسدونه لا تر اوسه ورک دي.

د یادولو ده، چې له دې څه موده وړاندې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې هم په سيند کې د يوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدلو له امله شل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...