Home » سپورټ » ننګرهار کې د کرکټ لوبې پر سر د شخړې له کبله يو تن ووژل شو
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د کرکټ لوبې پر سر د شخړې له کبله يو تن ووژل شو

 ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پرون چهارشنبې د سپتمبر ۲۳ (تلې۳) د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د کرېکټ د دوو لوبډلو ترمنځ شخړه شوې او په پايله کې يې يو تن وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د روداتو ولسوالۍ په شېخ احمد کلي کې د کرېکټ دوو سيمه‌ييزو لوبډلو شخړه کړې او د حسبان الله په نوم يوه لوبغاړي د دويمې لوبډلې پر غړي ذبيح الله د کلاشنکوف ډزې کړې چې په پايله کې يې ذبیح الله نومی وژل شوی دی.

د خوګياڼي په خبره، حسبان الله له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی دی. نوموړی وايي، پوليس سيمې ته رسېدلي او د قاتل لټون پيل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...