Home » افغانستان » ننګرهار کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه

ننګرهار کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه

شنبه ۱سنبله ۱۳۹۹:

د کانکور ازموینه نن د سنبلې په لومړۍ نیټه پیل شوه چې هره ورځ به په دوو وختونو کې د درې ورځو په موده کې بشپړه شي.
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل د ازموینې وړاندې په غوره مدیریت سره ټول کسان بیومټریک شوي او د درغلۍ پرته هغه کسان چې وړتیا لري، لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه به په شفاف ډول بریالي شي.
عارف مومند د کانکور ګډونوالو څخه وغوښتل، چې په ارام ډول پوښتنې حل او په ټاکنه کې دقیق اوسي او هیچاته به اجازه ورنکړي، چې د کانکور ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي.
د کانکور ازموینې د کمیټې مشر پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید رسنیو ته وویل، د نورو ولایتونو په پرتله په ننګرهار کې د کانکور ګډونوال زیات دي او ډاډ یې ورکړ چې په بشپړ شفافیت سره به د کانکور ازموینه واخیستل شي.
د کانکور ازموینې ګډونوالو وویل پروسه په شفافیت او دوی ته د سهولتونو په شتون سره ترسره کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...