د ننګرهار ځایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د وړمې ورځې د باران او تېز باد له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵ ته رسېدلی دی.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي امر ادریس ساپي نن(چهارشنبه،د چنګاښ ۲۷مه) رویداد خبري اژانس ته ویلي چې په جلال اباد ښار، سره رود، بهسودو، بټي کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د وړمې ورځې باران، سخت توپان او سېلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۶۵ ته لوړ شوی دی.
بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي ویلي، په یادو سېلابونو کې د ژوبل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ اوښتی او دغه راز له ۴۰۰ ډېر د استوګنې کورنه تخریب شوي دي.
په ورته مهال د ننګرهار مرستیال والي سعید احمد بنوري زیانمنو شویو کورنیو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې له ټولو زیانمنو سره به نغدي او نورې اړینې مرستې ترسره شي.
په ورته مهال کې زیانمن شوي خلک له حکومت او مرستندویه ادارو د خوراکي توکو، پاکو اوبو، خېمو او نورو اړینو مرستو غوښتنه کوي.
د تېرې دوشنبې په مازدیګر د ننګرهار په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سخت باد او باران له امله سېلابونونه راووتل چې له کبله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.