Home » افغانستان » ننګرهار کې د هوايي ځواک یوه چورلکه نسکوره شوې

ننګرهار کې د هوايي ځواک یوه چورلکه نسکوره شوې

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي نن چهار شنبه ( ۲۱ د لړم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي ځواک یو هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله لوېدلې ده.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی پیښه تاییدوي او په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د هوايي ځواک یوه MI-17 چورلکه بیګاه ۱۲ بجې د شپې د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې وه، چې وروسته بیا غورځیدلې ده.

د دفاع وزارت ویاند په اعلامیه کې زیاته کړې چې په دې پیښه کې یوه عمله او یو تن پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي د دغې پیښې وژل شوو ته د جنت الفردوس دعا او کورنیو ته يي د جمیل صبر هیله کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...