په ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله درې ملکیان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د راپورونو له مخې پېښه د پچیراګام په درګي سیمه کې شوې ده.
په وژل شوو کې یو پلار او زوی هم شامل دي.
تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي یې بیا د وسله والو طالبانو کار بولي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له امله ملکي وګړو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.
د بشري حقونو مدافع بنسټونو په ځلونو له ښکېلو لورو غوښتي چې له ورته کړنو لاس واخلي او د ملکي وګړو ژوند ته دې خطرونه نه جوړوي.