د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې ۱۴ وسله وال طالبان له خپلو څوارلس میله درنو او سپکو وسلو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند نن دوشنبه (د زمري ۶مه) په همدې موخه په ملي امنیت ریاست کې جوړ شوې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل” تر دې وړاندې یادو وسله والو طالبانو په بټي کوټ هسکه مینه سره رود او چپرهار ولسوالیو تروریستي کړنې ترسره کولې چې د ملي امنیت په هڅو یې خپلې ۱۴ میله درنې او سپکې وسلې وسپارلې او رسماٌ يې د سولې لاره غوره کړه”

عارف مومند په طالبانو غږ وکړ چې د هېواد د ابادۍ په موخه دې د سولې لاره غوره کړي
د سولې پروسې سره یو ځای شویو طالبانو پخپلو ترسره شویو کړنو پښیماني وښوده او پر نورو وسله والو یې هم غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د خپل وطن ابادۍ او نظام ملاتړ لپاره کار وکړي
دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې هم يوشمير طالب او داعش وسله والو د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي