د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د چارواکو په وینا د داعش ۷ ځانمرګي او کلیدي کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر نن دوشنبه (د سلواغې ۲۷مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان تېره شپه د جلااباد ښار د اوومې حوزې په غوچکو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
اعلامیه کې ادعا شوې چې امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له همدې سیمې د ځانمرګو بریدونو ۴ واسکټونه، یو راکټ او درې کلاشنیکوفونه ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي، دغو وسلهوالو هڅه کوله چې له ملکي کسانو د سپر په توګه کار واخلي، خو دوی ټینګار کړی چې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نهدی اوښتی.
تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسلهوالې ډلې په دې اړه څه نهدي ویلي.