تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند خالص فامیلیو سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې د انفجاراتو مسؤل د مقاومت په جریان کې وژل شوی.
د معلوماتو له مخې وژل شوي کس په چپرهار ولسوالۍ کې د محلي پولیسو په چېک پواینټ بمي چاودنه کړې وه چې پکې ۲ تنه سیمه اییز پولیس شهیدان شوي وو.
ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې یوه تفنګچه هم ترلاسه کړې چې په سیمه کې لمنځه وړل شوې ده.