Home » افغانستان » ننګرهار کې د تندر غورځېدلو له امله درې تنه ووژل شول

ننګرهار کې د تندر غورځېدلو له امله درې تنه ووژل شول

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د استوګنې پر یوه کور د تندر غورځېدلو له امله درې تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دا پېښه په شېرزاد ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دا درې تنه لومړی ټپيان وو، خو روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړه شول.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د تندر او سختو بارانونونو شاهدان دي.

د تندر سربېره د بارانونو له امله راوتلو سېلابونو هم په هېواد کې لسګونه کسان وژلي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...