Home » افغانستان » ننګرهار کې بارانونو او سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

ننګرهار کې بارانونو او سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار کې بارانونو مالي او ځاني زیانونه اړولي.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، تېره شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتې دي.

اعلاميه کې ويل شوي، د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې تر ۴۰ پورې کورونه زيانمن شوي دي.

سرچينه زياتوي، د کامې په زايدخېلو، ماماخېلو، مېرازخېلو، ګوچ، شېرګړ او صفدري کليو کې سېلابونه راوتلي چې په‌کې ۵۰ کورونه ويجاړ شوي، ۴ تنه مړه شوي او درې کسان نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د رسنيو دفتر اعلاميه کې دغه راز راغلي چې د سختو بارانونو له امله د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې ۱۰ کورونه تخريب شوي او سلګونه جريبه ځمکه له‌منځه تللې ده.

د ننګرهار ځايي مسوولانو له نړيوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتي چې په زيانمنو شويو سيمو کې دې ژر تر ژره مرستې وکړي.

تېره شپه د کابل په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې سخت توپانونه او شديد اورښتونه وشول چې له امله د زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...