د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نن شنبه ( ۲۴ د لړم) وايي چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يي ۲۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یادو وسلوالو طالبانو ته هغه مهال مرګ ژوبله اوښتې چې غوښتل يي پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي.
۲۰۱ سیلاب قول اردو زیاتوي د حصارک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې وسلوالو تیره ورځ پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې د هوايي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۷ نور يي ټپیان دي.
په حصارک ولسوالۍ کې د څو ورځو راهسې جګړه روانه ده، افغان حکومت وايي چې د جګړې مهارولو لپاره يي تازه دمي سرتیري لیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره چهار شنبه ۲۱ د لړم دفاع وزارت وویل چې په حصارک ولسوالۍ د پوځ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځیدلې ده، خو بل لور ته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر پاڼه کې لیکلي وو چې په یاد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو چورلکه يي ویشتلې وه او د ۲۱ کمانډویانو د وژلو خبره يي کړې وه، د طالبانو دې ادعا ته تر اوسه پورې حکمت څه نه دي ویلي.