Home » افغانستان » ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو

ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو

روغتیایي مسوولان وایي چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس، مولوي امین الله شریف نن (دوشنبې،د لړم۶مه) د یاد کمپاین د پرانېستې پرمهال وویل، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به ۸ لکه ۳۶ زره د پینځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کمپاین به تر راتلوونکې دریو ورځو دوام وکړي او له خلکو یې وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسين تطبیق کړي.

په همدې حال کې د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکتر سمیع الله عابد وایي، چې په دغه ولایت کې هم د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی، چې پرمهال به یې دوه سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته کېږي.

روغتیاپالان وایي د پولیو د ډېر خپرېدو د موسم له پیل سره په هېواد کې ماشومان د پولیو يا ګوزڼ ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي او ټینګار کوي چې پاکې اوبه، د حفظ الصحې مراعت کولی شي د دې ناروغۍ مخه ونیسي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...